IQNA

د حزب‌الله لبنان عمومي منشي:

د امام حسین (ع) قیام د امام زمان (عج) د ظهور لپاره مناسبه زمینه  برابره کړه

14:49 - August 16, 2025
د خبر لمبر: 3491548
ایکنا – د لبنان د حزب الله عمومی منشي شیخ نعیم قاسم وویل: امام حسین (ع) د خپل خوځښت او قیام له لارې، د خپلو اهل بیت (ع) او ملګرو سره یوځای، د اسلام د پاک دین بنسټونه پیاوړي کړل، استقامت او عزت ئې ټینګ کړ او د امام زمان (عج) د ظهور لپاره ئې زمینه برابره کړه.

 ایکنانیوز د المنار په حواله راپور راکوي، د لبنان د حزب‌الله  عمومي منشي شیخ نعیم قاسم   په بعلبک ښار کې د حسینی اربعین حسیني د پیاده تګ د مراسمو په پای کې په خبرو کې وویل: امام حسین (ع) د خپل نیکه د امت د اصلاح لپاره او د دین د سمې لارې ته د  ګرځولو لپاره په بېلابېلو کچو قیام وکړ. د دین اقامه د عزت، لوړې روحیې او د ننګونو پر وړاندې په پیاوړي دریځ سره ترسره کیږي، او دا هغه څه دي چې امام حسین (ع) د خپل اهل بیت او ملګرو سره ترسره کړل.  شیخ نعیم قاسم زیاته کړه: «مونږ  اوس خپل ژوند جوړوو او خپل اولادونه د حسیني ـ زینبي قاعدې پر اساس، چې په ایثار او فداکارۍ ولاړه ده، روزو، څو په سمه انساني موقف کې واوسو، او  دا نشی کیدلی چې ذلت ومنو.»

د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي دې ته په اشارې سره چې مقاومت د کربلا د مکتب او د اسلامي امت د ژوند پایله ده، وویل: «مونږ د مقاومت، فلسطین او د حق د ملاتړ په برخه کې د یزید د زمانې، چې امریکا او اسرائیل پکې شامل دي، پر وړاندې یو.»

شیخ نعیم قاسم یو ځل بیا وویل: «تر  هغې چې د اسرائیلي دښمن تیري او بریدونه دوام لري، مقاومت به خپلې وسلې ونه سپاري.  او که اړتیا وه، مونږ به په کربلایي ډول وجنګیږو او ډاډه یو چې بریالي به شو.»

 https://iqna.ir/fa/news/4300008

captcha